د محرمیت پالسی

موږ په سوله کې ستاسو د شخصي معلوماتو محرمیت او خوندیتوب ته ژمن یو. د محرمیت دغه کړنلاره په ډاګه کوي، چې موږ څه ډول هغه معلومات او ډېټا چې زموږ د وټس اپ د روزنیز چټ باټ له لارې راغونډېږي، څه ډول راټولېږي، څه ډول کارول کېږي او په کوم ډول خوندي ساتل کېږي.ي 

موږ د زده کوونکو نومونه او د زېږېدنې نېټې د تصدیق پاڼو د تر لاسه کوونکو د تایید او د هغوی د پرمختګ د څارنې په موخه راټولوو او زېرمه کوو یې.ې 

د زده کوونکو نومونه او د زېږېدنې نېټې د دې لپاره اخیستل کېږي، څو هغوی ته د کورس د بشپړولو تصدیق پاڼې ورکړل شي او د زده کړې په برخه کې ورته انفرادي او با ارزښته تجربې ورکړل شي.ي

موږ د غیر مجوز لاسرسي، افشاء کولو، بدلولو او له منځه وړلو د مخنیوي په موخه ستاسو د معلوماتو د ساتنې لپاره معیاري امنیتي تدابیر عملي کوو.و 

موږ د کاروونکو معلومات له سوله ایکس بهر له هېڅ نهاد یا دریمې ډلې سره نه شریکوو.و 

موږ د کاروونکو معلومات په هېڅ دریمې ډلې نه پلورو او نه یې د پیسو په بدل کې تبادله کوو. زموږ نهاد غیر انتفاعي دی او زموږ لومړنی تمرکز د روزنیزو خدماتو په چمتو کولو دی.ی

موږ د کاروونکو معلومات یواځې او یواځې د دې لپاره ساتو، څو د زده کوونکو د پرمختګ څارنه وکړو او هغوی ته تصدیق پاڼې ورکړو. معلومات په خوندي ډول ساتل کېږي او له اړینې مودې وروسته نه ساتل کېږي.ي

زموږ د وټس اپ د روزنیز چټ باټ په کارولو سره تاسو هغو شرایطو ته رضایت ښيئ، چې د محرمیت په دې کړنلاره کې راغلي دي.دي

سوله ایکس دا حق له ځان سره خوندي لري، چې کولی شي د محرمیت دغه کړنلاره اپډېټ کړي او بدلون پکې راولي. د هر مهم بدلون په اړه به کاروونکو ته خبر ورکول کېږي.ي

ډېرې پوښتل شوي پوښتنې 

ستاسو د عمومي پوښتنو په اړه چټک لارښود

د بدلون په موخه مالي مرسته وکړ

نړۍ په خپلې ونډې اخیستنې بدله کړئ. له موږ سره نن مالي مرسته وکړئ څو د راتلونکي لپاره ښځينه افغانې رهبرانې و روزو.و